د لاسرسي ځای

تازه خبر

سالارزی : د پښتونخوا قومي او سیاسي مشران کابل ته بلل شوي


د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی
د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی

افغان حکومت پاکستاني سیاست والو ته د کابل د سفر بلنه ورکړې څو د دواړو خواوو ترمنځ په دوه اړخیزو معاملاتو خبرو ته دریڅه پرانیستل شي. د افغانستان د ولسمشر ویاند مشال راډیو ته ددې سفر پخلی وکړ

افغان حکومت پاکستاني سیاست والو ته د کابل د سفر بلنه ورکړې څو د دواړو خواوو ترمنځ په دوه اړخیزو معاملاتو خبرو ته دریڅه پرانیستل شي. د افغانستان د ولسمشر ویاند مشال راډیو ته ددې سفر پخلی وکړ. نظیف الله سالارزي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل :

(( دا هغه منظمې ناستې دي چې د دواړو هیوادونو د سیاسي او قومي مشرانو ترمنځ ترسره کیږي. ددې سفرونو موخه داده چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا نورې پیاوړې شي. د امنیت او د ترهګرۍ د مخنیوي لارې وسنجول شي. ))

پاکستاني رسنیو لیکلي چې یو شمېر پاکستاني سیاست وال به د افغان حکومت په رسمي بلنه د جنورۍ په اومه نېټه افغانستان ته سفر کوي.

دپاکستاني رسنیو د معلوماتو پر اساس افغانستان ته په تلونکي پلاوي کې اسفندیارولي خان ، افراسیاب خټک ، محمود خان اڅکزی او مولانا فضل رحمان شامل دي. د افغانستان حکومت بیا د ورتلونکي پلاوي نومونه په ډاګه کړي نه دي.

دافغانستان او پاکستان کارپوهان دواړو لوریو ته د داسې پلاوو سفرونه د اړیکو د ښه کولو لپاره ګټور بولي.

XS
SM
MD
LG