د لاسرسي ځای

مومندو کې د یو "درنګ" خوئیدو لس مزدوران وژلي


د مومند ایجنسۍ نقشه

د مومند ایجنسۍ نقشه

د مومند ایجنسۍ چارواکي خبر ورکوي چې د خالي په ورځ په ساپو تحصیل کې د ماربلو په یو درنګ کې دیوې حادثې له کبله لس تنه مزدوران وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د مومند ایجنسۍ چارواکي خبر ورکوي چې د خالي په ورځ په ساپو تحصیل کې د ماربلو په یو درنګ کې دیوې حادثې له کبله لس تنه مزدوران وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي د خالي په مازیګر مزدوران په درنګ ( کان ) کې دننه په کار بوخت وو چې درنګ پرې راوښوئیدو. د مړو او ژوبلو د راویستلو لپاره تیره شپه تر ناوخته هڅې روانې وې.

یو ځايي ملک ګل شا ساپي د یکشنبې په سهار ددې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل :

(( موږ قبایلو په خپله مټې بډ وهلې او د مزدورانو لټون مو د درنګ د ملبې لاندې پیل کړو. یو څه مشینري هم ماته ګوډه موجوده وه ، بیا په ګڼ شمېر کې ولسي خلک هم مرستې ته راورسېدل. ))

د نثار ساپي په نوم یو بل کس مشال راډیو ته وویل چې د شپې ناوخته په دوو بجو مړي او ژوبل کسان راوویستل شول.

نن دیکشنبې په ورځ په ساپو او حلیمزو کې د لسو واړو مړو شویو تنانو د جنازې لمونځونه وشول او دوی خاورو ته وسپارل شول.

ځايي خبریال لال رحمان ساپي مشال راډیو ته وویل چې د ترنګزو حاجي صیب زیارت ته نږدې د خانقا په غرونو کې تر دې وړاندې هم په درنګونو کې ورته پېښې مخې ته راغلي خو حکومت د مزدورانو د ژوند د بچ کولو لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

د پاکستان په قبایلي سېمو او په ځانګړي ډول مومندو کې د مرمرو ډبرې په زیاته اندازه موندل کیږي چې د پاکستان د نورو ایالتونو ترڅنګ نورو هیوادونو ته هم د خرڅلاو لپاره استول کیږي.

XS
SM
MD
LG