د لاسرسي ځای

خېبر او شمالي وزیرستان کې لسګونه وسله وال وژل شوي

یو پاکستانی سرتېری په خېبر ایجنسۍ کې

یو پاکستانی سرتېری په خېبر ایجنسۍ کې

د پاکستان د قبایلي سیمو چارواکو تایید کړه چې د یکشنبې په سهار د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د امریکايي بې پایلټې الوتکې په برید کې لږ تر لږه شپږ وسله وال وژل شوي دي. په دې برید کې درې نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

پاکستاني چارواکي وايي په نخښه شوي کسان د حافظ ګل بهادر ډلې او ازبک وسله والې ډلې سره تړاو لري. دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکايي ډرون بریدونو لومړی برید دی. وسله والو طالبانو تر اوسه مشال راډیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو دپاکستان پوځ ادعا کوي چې تیره شپه یې د خیبر ایجنسۍ په تیرا کوکي خېلو کې په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه یودیرش وسله وال وژلي دي.

دپاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې لخوا نن سهار په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په دغې بمبارۍ کې یوشمیر وسله وال ژوبل شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو هوايي بریدونو په ترڅ کې د وسله والو پنځه مرکزونه هم تبا شوي چې یو پکې د ځانمرګو بریدونو روزنیز مرکز و.

خو په سېمه کې د لشکر اسلام په نامه وسله والې ډلې بیا مشال راډیو ته ویلي چې د پوځ دعوې غلطې دي او دوی ته هیڅ ډول ځاني یا مالي تاوان نه دی اوړېدلی.

XS
SM
MD
LG