د لاسرسي ځای

د پوځي عدالتونو په اړه په قانون کې د بدلون بيلونه نن قامي اسمبلۍ ته وړاندې شول


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې به د پوځي عدالتونو د جوړېدو په اړه پر وړاندې شوو بيلونو به د دوشنبې يا ګل په ورځ بحث کيږي. چارواکي وايي پوځي عدالتونه د ترهرګرۍ سره د مبارزې لپاره ضرور دي خو د بشري حقونو ادارې پرې نيوکې کوي.

د پوځي عدالتونو جوړولو ته قانوني تحفظ ورکولو لپاره نن د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په یویشتم آیني ترمیم او آرمي ایکټ کې د بدلون لپاره بلونه وړاندي شول.

د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق د قانون او اطلاعاتو وزير پرويز رشيد له خوا نن وړاندې کړو بلونو په اړه وويل چې د ګل يا دوشنبې په ورځ به پرې بحث کيږي.

د قامي اسمبلۍ تر بحث او منظورۍ وروسته به دا بلونه سينيټ ته ځي. په قانون کې تر بدلون وروسته به د دوو کلونو لپاره جوړيدونکو، هغو پوځي عدالتونو ته قانوني ملاتړ تر لاسه شي چې د چارواکو په خبره د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ضروري دي.

د پيښور پر ارمي پبلک سکول بريد د عدالتي نظام نه بلکې د امنيتي ادارو ناکامي وه او د پوځي عدالتونو جوړيدل د جمهوري نظام ضد کار دی ځکه چې د پوځ دنده د ملک حفاظت کول وي او که هغوی په دغه کار کې پاتې راغلي دي نو بیا دوېمه ذمه واري ورته څنګه سپارل کېدای شي.

تېر ماښام د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د ټول ګوندیزې غونډې ګډونوال د پوځي عدالتونو پر جوړولو سلا شول. ټولو سياسي ګوندونو د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د دي عدالتونو د جوړولو ملاتړ کړی دی خو دا يې هم ويلي چې د دي پوځي عدالتونو غلط استعمال بايد ونه شي.

په همدي حال کې د پاکستان د بشري حقونو کميشن د پوځي عدالتونو په جوړيدو انديښنې ښودلي او مشرې يې، زهره يوسف، تېره هفته مشال ريډيو ته ويلي وو چې وېره ده دي عدالتونو کې به قام پرسته خلک د ترهګرو په نامه وړاندې کيږي. خو د اطلاعاتو وفاقي وزیر پرویز رشید پرون وويل چې یوازې ترهګرۍ سره پر تړلو کسانو به مقدمې چلول کېږي.

د پوځي عدالتونو د جوړېدو خبره تر هغې وروسته د وزيراعظم له خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په اعلان شوې قامي ايکشن پلان کې راڅرګنده شوه چې د دسمبر په شپاړسم تاريخ وسله والو پيښور کې پر آرمي پبلک سکول بريد کې ۱۵۱ کسان ووژل.

اسلام اباد کې یو وکیل او د پوځ پخوانی کرنل انعام الرحیم مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې د پيښور پر سکول بريد د عدالتي نظام نه بلکې د امنيتي ادارو ناکامي وه او د پوځي عدالتونو جوړيدل د جمهوري نظام ضد عمل دی. ((دوی (امنيتي ادارې) خپل ځان ولې نه اصلاح کوي. په یوجمهوري هېواد کې د پوځي عدالتونو لپاره هیڅ ځای نه وي. زما په فکر دا د جمهوریت او د آیین (اساسي قانون) د بنیادی ډانچې ضد کار دی ځکه چې د پوځ دنده د ملک حفاظت کول وي او که هغوی په دغه کار کې پاتې راغلي دي نو بیا دوېمه ذمه واري ورته څنګه سپارل کېدای شي.))

هغه زياته کړه چې د عدالتونو قاضيان د همدي کار لپاره روزل شوي وي او همدا سبقونه يې ويلي وو نو پوځيان به څنګه په انصاف ولاړې فيصلې وکړي؟

وېره ده چې پوځي عدالتونو کې به قام پرسته خلک د ترهګرو په نامه وړاندې کيږي او مقدمې به پرې چليږي.

د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود هم وايي چې پوځي عدالتونه د مسلې حل نه دی خو په اوس وخت کې بده خبره نه ده.

((زما په خيال دي کار سره به ترهګري ختمه نه شي بلکې حالات ورسره نور هم خرابيدلی شي. خو دا هم بايد هېره نه کړو چې اوس تر ټولو لویه کمزوري دا ده چې د ګواهانو، وکیلانو او یا د ججانو (قاضيانو) تحفظ نشته نو ځکه د پوځي عدالتونو ضرورت رامخې ته شو. پوځي عدالتونه د لنډ وخت لپاره يو حل کيدای شي خو په اوږد مهال کې د ملکي عدالتونو مضبوطول ډير ضروري دي.))

XS
SM
MD
LG