د لاسرسي ځای

ایاز مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پښتنه سیمه که هغه په افغانستان کې ده که په پاکستان کې، د تعلیم پر ضد سخت مخالفت روان دی

په پښتنو کې د لیک لوست او زدکړې لپاره کارکونکې یو غیر سرکاري تنظیم پوهه وايي، چې په۲۰۱۵ م کال به په ټولو پښتنو کې د زدکړې کولو چیغه کوي چې، « هر کس دې بل ته سبق وښيي»

د پوهه تنظیم له لوري په پېښور کې ترسره شوه یوه غونډه کېد دوی وینا وه چې د سږني کال په فېبروري میاشت کې به په خېبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او په بلوچستان کې د لیک لوست خورولو لپاره باقاعده کار پیلوي چې دغه تنظیم د مشر ایاز مندوخیل په خبره زدکونکې،استادان، خبریالان او د مدني ټولنو غړي به پکې ګډون کوي.

ایاز مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پښتنه سیمه که هغه په افغانستان کې ده که په پاکستان کې، د تعلیم پر ضد سخت مخالفت روان دی او یواځې په پښتنو سیمو کې سکولونه په بمونو ورانېږي. په سکولونو بریدونه کېږی، استادان یې وزل کېږي. د ده په خبره داسې پېښې په پنجاب، سند او نورو سیمو کې ولې نه کېږي. همدې په کتو مو د کمپاین پیلولو هوډ کړی دی. دی زیاتوي چې د پښتونخوا هر یو وګړی چې هر څومره زدکړه لريو له نننهپه خپل کور کې مور، خویندو، ګاونډیانو، ملګرو دکاندارانو ته یې وښيي. د پښتنو ټولې ستونزې د علم کمي له وجې دي))

ایاز مندوخېل زیاتوي چې د دې لپاره به دوی په خصوصي نصاب هم کار پیل کړی دی او د سږني کال په فېبرورۍ میاست کې به یې خپور کړي.په دې لړ کې د پوهې تنظیم یو غړی ابراهیم وايي:

((دا به ډیر آسان نصاب وي چې پکې د رووزنې هېڅ حاجت نه لري. هر څوک چې ښيي، پخپله پرې پوهېږي. لکه په ټرېفک بورډونو یا لاره کې لګېدلیو تختیو، لوحو باندې ولس پوهول. د خپل کور بلونه په موبایل یا ټېلیفون ملاول او د بنیادی ضرورت په مهمو نومونو پوهېدل))

دوی له حکومته، زده کوونکو، استادانو، خبریالانو او مدني ټولنو غوښتنه وکړه چې خپل کردار ادا کړي

XS
SM
MD
LG