د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د افغان کابینې ځنډېدل زیان ګڼي


د روڼ اندو خوستیانو غونډه
د روڼ اندو خوستیانو غونډه

یو مدني فعال وايي، چې په تېره دیارلس کلنه دوره کې دې هغه وزیران او والیان چې په اداري فساد او غلاوو کې يې لاس وو، له دندو ګوښه او پر ځای دې اهل او ژمن کسان معرفي شي

د خوست یو شمېر مدني فعالان او د چارو کتونکي د ولسمشر محمداشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کوي، چې ډېر ژر دې د هر ډول مصلحتونو او فشارونو پرته نوې کابینه پارلمان ته وروپيژني، تر څو په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي حالاتو د لاخرابیدو مخه ونیول شي.

مدني فعالان د هغو وزیرانو، والیانو او نورو لوړ پوړو حکومتي کسانو د لیري کیدو او پر ځای یې د وړو او ژمنو کسانو د ټاکل کیدو غوښتنه کوي، چې په تېرو دیارلسو کالونو کې يې په یو ډول په اداري فساد او غلاوو کې لاس لاره.

لیکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار مشال راډیو ته وايي:

((خلک د ولسمشر او اجرائیه رئیس څخه په بې صبرۍ د نوې کابینې د اعلان شیبې شمیري، دوی باید د کابینې په معرفي کې د هېچا فشار او مصلحتونو ته تسلیم نه شي، هیله مو داده، چې په امنیتي سکټور کې دې غیرتنظیمي خلک په دندو وګمارل شي.))

مدني فعال څارنوال میرزاګل وايي، چې په تېره دیارلس کلنه دوره کې دې هغه وزیران او والیان چې په اداري فساد او غلاوو کې يې لاس وو، له دندو ګوښه او پر ځای دې اهل او ژمن کسان معرفي شي:

((ولسمشر دې هغه وزیران او والیان، چې به تیرو دیارلسو کالونو کې په فساد او غلاوو کې ښکېل ول، کورونو ته ولیږي او پر ځای دې داسې کسان چې هېواد ورته ګران وي او د کار او مدیریت وړتیاوې ولري، په دندو وګماري.))

د نظر خاوند نصیراحمد روښان وايي، چې د کابینې په معرفي کې ځنډ په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي بحران رامنځته تګ ته لاره هواره کړې ده.

ده وویل، که ولسمشر ژر کابینه پارلمان ته معرفي نه کړي، نو هغه به د خلکو له نظره په خپلو مسوولیتونو کې پاتې راغلی وي.

د مدني ټولنې دوه تنه نور فعالان روان نورزی او اسماعیل حقمل هم غوښتنه کوي، چې د کابینې په معرفې کې دې نور ځنډ نه کیږي.

بلخوا مدني فعال فیض الله غمخور په دې نظر دی، چې د کابینې د ژر اعلان پر ځای دې د وړو او ژمنو کسانو په انتخاب او ټاکل کیدو فکر وشي، تر څو د سالمو افرادو په وجود کې د حکومتوالۍ شته حالات ښه والي لوري ته ولاړ شي:

((لکه چې مالومیږي، ولسمشر په تېرو دریو میاشتو کې څو کسان ټاکلي دي، چې اهل کسان دي، او له دې دا هم مالومیږي، چې کابینې ته کوم کسان ټاکل کیږي، هغه به ښه کسان وي، برعکس زموږ غوښتنه داده، چې د کسانو په ټاکلو کې دې فکر وشي، کابینه دې وځنډیږي، خو ښه کسان دې انتخاب شي.))

له دې سره، سره چې د کابینې ځنډ د ملي شورا او عامو خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی، خو په ارګ کې یوې معتبرې سرچېنې ویلي، چې د راتلونکې اونۍ په نیمایي کې به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي شي، بیا ځینې څيړونکې او د ولسي جرګې غړي وایي، چې د کابینې د جوړیدو پر سر د ولسمشر او اجرایيه ریس ترمنځ اختلافات زیات دي او فکر نه کوي، چې کابینه دې ژر به اعلان شي.

XS
SM
MD
LG