د لاسرسي ځای

د خوست پوځي چارواکي د امنیت په ټینګولو ډاډمن دي


د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال

امینه قوماندان په خوست کې یو شمېر هدفي وژنو په اړه وویل، چې دا ډول ډېری پيښې د شخصي دښمنیو له کبله منځته راځي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د جمعې پر ورځلهمشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې تېر کال د دوی یوه امنیتي پوسته او یا هم کومه لیرې او نږدې ولسوالي له دایمي امنیتي ګواښ سره مخامخ نه شوه:


((تېر کال د خوست ولایت په کچه یوه پوسته او یا یوه ولسوالي هم داسې ګواښ سره چې یوه پوسته او یا ولسوالي دې سقوط وکړي، نه ده مخامخ شوې، په دې موده کې زموږ تلفات کم وو، خو دښمن ته مو ډېر زیات تلفات رسولي دي، ډېرې
وسلې، مایونه او ډېر انفلاقیه توکي چې په عامو لارو او سړکونو کې ځای پر ځای شوي ول کشف او شنډ کړي دي.))


ده د افغان امنیتي ځواکونو د اړیتاوو او ضرورتونو په باب داسې وویل:


((الحمدالله اوس هم پولیس توانیدلي، چې په دې کمو امکاناتو سره د خپلو خلکو او خپل هېوادو څخه دفاع وکړي، طبعاً د ښوونې او روزنې په ګډون ځینو برخو کې پولیس اړیتاوې لري، موږ ځینو تجهیزاتو ته اړتیا لرو، په مکمل ډول مو هرڅه نه دي تکمیل شوي.))


فیض الله غیرت دمشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې که چیرې په لیرو پرتو سیمو کې ستاسو په پوستو او پوځي قرارګاوو د وسلوالو له لوري حملې وشي، نو تاسو سره به هوايي مرسته موجوده وي او کنه وویل، چې خلک د سلوالو د بریدونو په شنډولو کې ورسره مرستې کوي.

پولیسو په ښار کې د امنیت د ټینګولو هڅې او کوښښونه ډېر کړي دي

پولیسو په ښار کې د امنیت د ټینګولو هڅې او کوښښونه ډېر کړي دي


امینه قوماندان په خوست کې یو شمېر هدفي وژنو په اړه وویل، چې دا ډول ډېری پيښې د شخصي دښمنیو له کبله منځته راځي.

د خوست ښار یو تن اوسیدونکی هم وايي، چې په تېر زیږدیز کال کې د امنیتي ادارو فعالیتونه او لاسته راوړنې ښې وې او باور لري، چې په اوسني وخت کې چې د امنیت ساتلو بشپړ مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، دوی به په ښه
ډول خپل مسوولیتونه ترسره کړي.


د راپورنو له مخې اوس مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر خواوشا درې نیم لکه کسانو ته رسیږي، خو اندېښنې موجودې دي، چې د ناټو ځواکونو د ماموریت په ختمېدلو سره لاهم دغه ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو نه دي سمبال شوي.

خو نړېواله ټولنه وايي، چې دوی به افغانستان یوازې پرېنږدي او د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې به د ژمنو سره سم خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG