د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په کراچۍ کې تر ټول پاکستان زیات پولیس وژل شوي'


په ۲۰۱۴م کال د کراچۍ پر پولیسو موټر بم حملې او ریموټ کنټرول چاودنې شوي دي ،خو تر ټولو زیات زیانونه د وسله والو لخوا د ډزو په نتیجه کې مخې ته راغلي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د سیند په کراچۍ کې ۱۴۳ پولیس سرتېري وژل شوي دي، چې د پولیس چارواکو په خبره دوی ته اوښتي زیانونه د پاکستان تر بل هر ښارزیات دی . د کراچۍ پولیسو ویاند عتیق شېخ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پروسږ کال د امنیتي ځواکونو او پتېره د پولیسو لپاره زیانمنونکی و.

نوموړي زیاته کړه په دې موده کې د ښار پر پولیسو د موټر بم حملې، ریموټ کنټرول چاودنې شوي دي ،خو تر ټولو زیات زیانونه د وسله والو لخوا د ډزو په نتیجه کې مخې ته راغلي دي.

(( د کراچۍ پولیسو ته اوښتي زیانونه د ۲۰۱۴ کال په ورستیو کې لږ کم شول، خو بیا هم که په ټول کال کې د وژل شویو پولیسو شمیر وګورو نو ډېر زیات دی ، په دغه کال کې ټولټال ۱۴۳ پولیس سرتیري وژل شوي دي ))

عتیق شیخ زیاته کړه پولیسو ته د اوښتو زیانونو تر څنګ بیا هم د پولیسو ولوله لوړه ده اواوس هم چې دپولیس ګمارنې غږ وشي نو په زرګونه وګړي ورته درخواستونه جمع کوي.

د کراچۍ جنایي جرمونو محکمې یو پولیس افسر اېس اېس پي شاهجان وایي د پخوا په پرتله اوس په ښار کې د یو پولیس ژوند ته ډېر ورڅېرمه دي. د نوموړي په وینا د وسله والو په ګډون په نورو جرمونو یو شمیر ککړ عناصر پر پولیسو حملې کوي.

((دوی ته له یوې ډلې خطر نه دی ورپېښ، له یوې خوا طالبان پر دوی حملې کوي نو بلې خوا ته مذهبي انتهاپسند، د نشيي توکو پلورونکي، د ځمکو قبضه ګر او نور هغه مجرمین چې پولیس یې په کار کې خنډونه جوړوي حملې کوي، او دا لامل دی چې اوس د کراچۍ پولیسو ته د نورو ځایونو په پرتله ډېر خطرونه ورپېښ دي))

یاده دې وي په کراچۍ کې د امنیتساتلو لپاره د پولیسو ترڅنګ نیمه پوځي دستې یا رېنجر ځواک هم دنده ترسره کوي. د ۲۰۱۴ په موده کې په رېنجر ځواکونو هم حملې شوي دي چې د دغه ځواک په لسګونو سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې ده .

XS
SM
MD
LG