د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جګړه د افغانانو ترمنځ بلکې پر افغانستان تپل شوې ده'


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، بهرنیان د خپلو ګټو لپاره په هغه هېواد کې جګړه غځوي.

له رویټرز خبري اژانس سره په خپله مرکه کې چې د پنجشنبې ورځ خپره شوې، حامد کرزی ويلي، امریکا او پاکستان د افغانستان د جګړې اصلي عناصر دي او دا چې د افغانستان د سولې لپاره د دواړو هېوادونو همکاري ډېره اړینه ده.

دی زیاتوي اوسنی جګړه د افغانانو ترمنځ نه ده بلکې پر افغانستان تپل شوی دی. امریکا او پاکستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG