د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان: 'پاکستانیو الوتکو ولسي وګړي وژلي'


د شمالي وزیرستان د شوال اوسېدونکي وايي، دوه ورځې مخکې د پاکستانيو ځواکونو د الوتکو په بمبارۍ کې شاوخوا ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د سیمې یوه اوسېدونکي صادق مسود تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، بمباري د سمندر خان او رحمت الله پر کور شوې چې پکې د دوی په ګډون شپږ ماشومان او درې ښځې هم ووژل شوې. نوموړی زیاتوي په برید کې یوه ښځه او یوه ماشومه ژوبله شوې.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار مشال راډیو ته په استولي برېښنالیک کې د ولسيوګړو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي، البته زیاتوي چې په هغې بمبارۍ کې یې ۲۳ وسله وال وژلي او د هغوی پټنځایونه یې په نښه کړي ول.

XS
SM
MD
LG