د لاسرسي ځای

'د څلور کلن زوی د سترګو علاج لپاره یوه ټکه نه لرم'


د مسلم باغ سیمې اوسېدونکی عرض محمد وايي، څلور کلن زوی يې په سترګو نه ويني، ډاکترانو ورته ویلي، چې په علاج يې پنځه لکه کلدارو کېږي، خو پنځه روپۍ هم نه لري. دا بې وزله پلار زیاتوي، د سيمې شتمنو خلګو ته ورغی، خو هيچا يې هم د ماشوم د سترګو علاج ور وکړ. عرض محمد وايي، مخکې دا څلور کلن ماشوم مخکې په پښو هم تلای نه شوای، خو بیا ورسره د دوی د سیمې صوبايي اسمبلۍ غړې عارفه صديقې مالي مرسته وکړه، او د ماشوم پښې روغې شوې.عرض محمد د ټولنې له شتمنو خلکو خواست کوي، چې د ده د ماشوم علاج دې وکړي

XS
SM
MD
LG