د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: د واده پر ورا هاوانونه لګېدلي،۲۰ تنه مړه ګڼ ژوبل


د بوستانزو حوضې په بیانزو کلي د پېښې پر ضد د سنګين خلکو لاريون وکړ او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې دسنګين پيښې ککړ دې عدالت ته وسپاري.

د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د بوستانزو حوضې په بیانزو کلي کې د واده پر ورا د هاوان ګولۍ له لګېدو نژدې ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي. تر اوسه له سنګينه د لښکرګاه امرجنسي روغتون ته تر څلويښتو زیات ټپيان وروړل شوي چې ۱۸ یې ښځې او ۲۴ ماشومان دي. زوم او ناوې هم ټپیان دي.

له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د زوم ورور ملکو وویل، چې لومړی هاوان هغه مهال د کور په غولي کې ولګېدلی چې ناوې یې کوټې ته بیوله.

«زما په سرای کې هاوانونه وموښتل، ناوې یې ټپي کړې ده، زما ایالونه [لوڼې او زامن] شهیدان او ټپیان دي. خویندې، خاله ګانې او ګرد قریبان مې شهیدان او ټپیان دي. یوازې مې د خپلې کورنۍ تر پینځلس پورې کسان شهیدان دي. زموږ سیمه د طالبانو په لاس کې ده»

د هلمند دولتي چارواکي لا تر دې دمه څه نه وايي، چې پېښه د چا له لوري رامنځ ته شوې ده. خو د افغان ملي اردو ۲۱۵م کل اردو ملکي مرستیال جنرال محمود د لښکرګا ښار روغتون مخې ته ازادۍ ته راډیو ته وویل، لومړني مالومات دا ښيي چې ځینې هاوانونه د ملي اردو له پوستو توغول شوي دي. خو ټینګار یې وکړ هغه کسان به عدلي ارګانونو ته وړاندې کړې چې په پېښه کې لاس ولري:

«د واده په ورا کې ښځو بدلې او سندرې ویلې چې د وراباڼو په خبره یو هاوان راغلی، چې ځینې خلک یې مړه او ژوبل کړل، او بیا د دوی په خبره د عمر له پوستې پر دوی هاوان توغول شوی، او له حاجي فتح محمد پېچه څخه د توپ غټې ګولې راغلې. او وی وايي، په خپلو شهیدانو او زخمیانو پوره خبرتیا هم نه لري. اوس دلته چې موږ له زخمیانو څخه پوښتنه وکړله، ښځې، کوشنیان او سپینسرې وې، بېخي کوشني کوشني مومنیان ول، له هغوی سره مو تر خپله وسه مرسته هم وکړه»

ځینې سرچینې وايي، د پېښې له سیمې سره وسله والو د ملي اردو پر سرتېرو ډزې کړي دي چې په ځوابي برید کې دغه خونړۍ پېښه رامنځ ته شوه.

د هلمند چارواکي وايي، د پېښې کره څېړنې لپاره د هلمند سرپرست والي په مشرۍ يو پلاوى سنګين ته تللى دى.

د بوستانزو حوضې په بیانزو کلي د پېښې پر ضد د سنګين خلکو لاريون وکړ او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې دسنګين پيښې ککړ دې عدالت ته وسپاري.

د هلمند پېښې ضد لاریون
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

لاريون کوونکو خبرداری ورکړ، که چېرې ولسمشر خپله د دې پېښې پلټنه او ګروږنه ونه کړي دوى به لاريونونو ته دوام ورکړي او د حکومت له همکارۍ به لاس واخلي.

راپور: الیاس داعي

XS
SM
MD
LG