د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهاریان و کونړيانو ته مرستې راټولوي


په دغه کمپاين کې عام ولس په ډیرې علاقه مندۍ د خپل وس سره سمه مرسته کوي

د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ څخه د جنګونو له امله بې ځايه شويو کورنيو سره په جلال اباد ښار کې د مرستو راټولو کمپاين پیل شوی. د مرستو ټولونکي وايي چې په مرسته شويو پيسو به بې ځایه شويو کورنيو ته پر خوراکي توکو سربيره د ژوند د اړتیاوو سم توکي واخلي او په خپلو لاسونو به يې پرې ويشي.


د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په زرګونه کورنۍ چې د جنګونو له امله يې خپل کورونه پريښې او د کونړ پر مرکز سربيره په بیلابيلو ولسواليو کې ميشت شوي، پر خوراکي توکو سربيره سرپنا او ګرمو لباسونو ته اړتیا لري.


په همدې خاطر په جلال اباد کې د افغانستان د زيارايستوونکو ملي ټولنې د تيرو دريو ورځو راهيسې د مرستو د ټولولو کمپاين پیل کړی چې لا هم دوام لري.


د يادې ټولنې د سياسي اړيکو مسوول محمد نادر مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: په مرستو شويو پیسو به خوراکي او د ژوند د اړتیا سره سم توکي واخلي او بې ځايه شويو کورنيو ته به يې ورسوي.

(( کمک کوونکي اکثراٌ هغه کسان دي چې لاس ګاډي واله دي، کراچۍ واله دي، رکشې واله دي، عادي دوکانداران دي، دغه کمکونه چې تر اوسه موږ په مهرولاک شکل ساتلي، دا به موږ په اخر کې جسابوو، او په دې به جنګ ځپلو، مصیبت ځپلو ته به موږ خوراکي مواد، کمپلې او بعضې هغه شيان چې اولیه ضرورتونه دا به پرې واخلو او هغوی ته به يې رسوو.))


په دغه کمپاين کې عام ولس په ډیرې علاقه مندۍ د خپل وس سره سمه مرسته کوي، دوه تنو مرسته کوونکو مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( نوم مې محمد ظمير دی او د چپرهار ولسوالۍ اوسيدونکي يم. کوم مالداره او سرمايداره خلک چې دي باید چې د دانګام له خلکو سره ښه په ميړانه مرسته وکړي، ولې چې د هغوی باندې ډيره سخته تيره شوې، ده بچيان يې شهيدان شوي دي، کورونه يې وران شوي دي. ))


(( نوم مې شاهد الله دی د کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي يم. دانګام کې چې کومه پيښه رامنځته شوي، ما د خپل وس مطابق کمک وکړو او د ټول خلکو څخه غواړمه چې دغه څوريدلي ولس سره همکاري وکړي.))


يو ماشوم چې د ښوونځي د کتابونو بسته يې شاته اچولې وه، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( زما نوم انتظار دی او د خيوي د شاقان کلي اوسيدونکي يم. ما سره سل روپۍ د مکتب خرچه وه، شل روپۍ مې په کې واچولې. د نورو وطندرانو څخه هم زه غواړمه چې د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ خلکو سره مرستې وکړي.))

د يادولو ده چې د تيرو دوه هفتو راهيسې د کونړ په دانګام ولسوالې کې وسله وال د ځايي خلکو او دولت سره په جګړه اخته دي چې له امله يې په زرګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه شوي او د کونړ ولايت پر مرکز سربيره په يو شمير نورو پر امنه ولسواليو کې ځای په ځای شوي چې د دولت په مرستو سربيره د بهرنيو او کورنيو خيريه ټولنو مرستو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG