د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بونیر کې وسله والو درې پولیس وژلي او یو یې ژوبل کړی دی


د پولیسو مشر اصف اقبال نن مشال راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه په ایلم سیمه کې هغه مهال وشوه چې پولیس په پلټنیزو عملیاتو بوخت ول. د ده په خبره، په وژل شویو کې یو انسپکټر او دوه ځانګړي پولیس سرتېري شامل دي او ژوبل کس تاڼېدار دی. اصف اقبال زیاتوي، تر دې وروسته پولیسو په سیمه کې د وسله والو د لټون لوی عملیات پیل کړي دي. د پېښې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG