د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ښار تاریخي دېوالونه او دروازې


د پېښور ښار تاریخي دېوالونه او دروازې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

تاریخپوهان وايي، د پېښور ښار ګېر چاپېره تاریخي او لرغونی دېوال سلګونه کاله زوړ دی چې د ښار ژغورنې او ساتنې لپاره وهل شوي ول. کله چې سیکانو پېښور ونیولو نو په ۱۸۳۸ م کال د هغوی په واکمنۍ کې یوه ایټالوي ګورنر ایوي ټیبل د ښار ګېرچاپېره د اومو «کچه» خښتو دېوال ودراوه چې ۱۶ دروازې یې لرلې. بیا وروستو د انګریزانو په واکمنۍ کې په ۱۹۳۰ م کال نه یوازې د ښار ګېرچاپېره دېوال پوخ کړل شو بلکې له دېوال سره پر څنګ یو ګړدۍ سړک هم وغځول شو. د عوامي نېشنل پارټۍ په مشرۍ د خېبر پښتونخوا مخکیني صوبايي حکومت کې مشر وزیر بشیر بلور د ښار ګېرچاپېره ټولې لګېدلې دروازې یو ځل بیا په خپله زړه بڼه کې له نوې سره جوړې کړې. د مشال خبریال خالد خان په دغه ویډيو کې د پېښور لرغونې دېوال له اوسنیو پاتې برخو سره سره د پېښور، کوهاټۍ، ګنج، لاهورۍ، کابلۍ، ګورګټړۍ او کوټله محسن خان تاریخي دروازې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG