د لاسرسي ځای

د ممبۍ بریدونو مشکوک سرغنه لکوي بیا ونیول شو


په ۲۰۰۸ کال د هند په ممبۍ کې د ترهګرو بریدونو مشکوک سرغنه ذکي الرحمان لکوي له خوشي کېدو پس بیرته ونیول شو، او په پلازمېنه اسلام اباد کې د يوې بلې مقدمې له مخې د نهې پر ورځ عدالت ته وړاندې کړل شو، په هغو بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول. د گل ورځ »دوشنبه» د اسلام اباد های کورټ د حکومت له لوري د لکوي تر دريوو مياشتو نظربندولو امر وځنډاوه او د خوشې کولو حکم يې وکړ. خو په ګولړه تاڼه کې د ذکي الرحمان لکوي پر ضد د یو بلې درج شوې مقدمې له مخې د اسلام اباد پولیس هغه په ټینګه بدرګه کې یو ځل بیا ونیولو او عدالت ته یې وړاندې کړ. د پولیس چارواکو له مخې دی بیرته ځکه نیولی، یوه کس په تاڼه کې د ده خلاف عریضه کړې چې څه باندې شپږ کاله وړاندې یې د هغه یو اخښی د جهاد په نامه تېر اېستلی او لا هم ورک دی. د یادولو ده چې د روانې ډیسېمبر میاشتې پر ١٨مه نېټه یوه پاکستاني عدالت، لکوي په ضمانت پرېښودی و خو وروسته حکومت بیرته تر خپل قانوني حق درلودو لاندې د امنیتي اندېښنو له کبله تر ۳۰ ورځو نظربند کړى و. د ذکي الرحمان لکوي ضمانت منظورېدو هند سخت پارولی و خو د پاکستان حکومت ويلي ول چې د عدالتي پرېکړې پر ضد به اپيل کوي.

XS
SM
MD
LG