د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په سپین وام او شوه کې ګرځبندیز لیرې کړئ چې ناروغان روغتونونو ته ورسوو'


د شمالي وزيرستان د سپين وام او شوې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې پوځ دې ژر تر ژره ګرځبندیزپای ته ورسوي چې له کبله یې دوی له پنځوو ورځو راهيسې په کورونو کې ايسار پاته دي.

د د دې سيمږ اوسېدونکو یو څو کسانو نن «ګل ورځ» له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې ډېری خلک غواړي خپل ناروغان د ټل او هنګو روغتونو ته ورسوي. د ځايي اوسېدونکو په وينا د سهلر له شپږو د ماښام تر شپږوګرځبندیزاو د شپې مهال هم هېچا ته د تلو اجازت نشته.

په دېاړه لا چارواکو څه نه دي ويلي چې کله به په ګرځبندیز کې نرمښت راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG