د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښوونکیو ستونزې او غوښتنې


د خوست ښوونکي
د خوست ښوونکي

د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې لپاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي، د تدریس له پاره هم سالم چاپیریال نه لري او همدارنګه د دوی د ظرفیت لوړونې له پاره روزنیز پروګرامونه په نشت حساب دي.

د خوست یو شمېر ښوونکي وايي، چې دوی د استوګنې لپاره د کورونو ځای نه لري، معاشونه يې په ښار کې د ورځني نرخونو په پرتله لږ دي، د تدریس له پاره هم سالم چاپیریال نه لري او همدارنګه د دوی د ظرفیت لوړونې له پاره روزنیز پروګرامونه په نشت حساب دي.

یادې څرګندونې مشال راډیو ته په خوست کې څو تنو ښوونکو وکړې:

((زما نوم سردار جلیلي د عبدالحی حبیبي لیسې ښوونکی یم، زموږ په دې جامعه او محیط کې ستونزې دومره ډېرې دي، چې هېڅ حساب نه لري، نو زما غوښتنه داده چې د یو ښوونکي له پاره باید د زده کړو مناسب شرایط برابر شي، ژوند يې ښه شي، معاش يې لوړ شي، د استوګنې ځای ولري، تر څو وکولای شي، ښه شاګردان تربیه کړي، ښه ډاکټران تربیه کړي، ښه انجینران تربیه کړي.))

په ورته توګه یو بل تن ښوونکی د ښوونیز نصاب حجم ته اشاره کوي او وايي، چې ښوونکو لپاره باید د زده کړو ښه شرایط برابر شي، تر څو فکر يې ارام وي او د نصاب تدریس ورڅخه وروسته پاتې نه شي:

((زما نوم ظاهر خان دی د بي بي حلیمې لیسې ښوونکی، یو خو ښوونکو ته د کور له پاره ځای ورکړل شي، بل دا چې قیمتي ده، بیخي زیاته که معاشونه يې لوړ شول، دا به ډېره ښه وي>))

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مطیع الله فضلي هم په خوست کې د ښوونې او روزنې د بهیر ځنې مهمې ستونزې په ډاګه کړې.

ده د پوهنې د بهیر د پرمختیا له پاره د اړوند وزارت، ولایت مقام او په ځانګړي ډول د خلکو او د زده کوونکو د والدینو د بې دریغه مرستو او پاملرنې هیله وکړه:

((متاسفانه د وزارت له مقامه د نوي تعلیمي نصاب له پاره د عامه پوهاوي برنامې نه دي عملي شوي، تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ او نور لازم ملحقات نه لري، قومي شخړې او تضادونه په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو پر بهیر ناوړه اغېز شیندي، د ښوونکو د تشکیل کمبود جدي دی، په ولسوالیو کې پوهنه په کافي اندازه قوي مدیران او مسلکي افراد او ښوونکي نه لري، د عملي زده کړو له پاره ښوونځیو کې کافي لابراتوراونه، کمپیوټر خونې او حتا برېښنا شتون نه لري او لنډه دا چې امنیتي ستونزې که موږ غواړو یا نه غواړو د درسونو په ښه بهیر بد اغېز پریباسي.))

بل لوري ته د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د ښوونکو په یوه دستوره کې د نمرو ستونزه پر ځای وبلله او ویې ویل، چې د ځمکو د هغو غاصبینو پر وړاندې به جدي چلند وکړي، چې د هغوی له خوا د ښوونکو د ښارګوټو سیمې لاندې شوي دي:

((ښوونکو ته چې کومې نومرې ورکړل شوي دي، په هغه دې سبا کار شروع کړي، هغه غاصب چې زموږ په دې کار په مخکې خنډ او ځنډ رامنځته کوي، د هغې پر وړاندې زموږ ټولې دولتي قواوې کلک چلند کوي، قانوني چلند ورسره کوي.))

یاده دې وي، چې افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي ژمنه کړې؛چې په راتلونکو پنځو کالونو کې به د ښوونکو د ستايلو پرځای، د دوی د ستونزو حل لارو ته پاملرنه وکړي، اشرف غني دا هم ویلي، که ښوونکي د حکومت سره د فساد په مخنیوي کې مرسته وکړي، نو د ښوونکو په معاشونو کې به زیاتوالۍ راشي.

XS
SM
MD
LG