د لاسرسي ځای

امریکا او ناټو د افغانستان لپاره خپل پوځي ماموریت پای ته ورسولو


فایل فوټو

فایل فوټو

د ناټو په مشرۍ نړیوال ایتلاف نن ( یکشنبه ) رسما د افغانستان لپاره د خپل ماموریت د پای ته رسولو اعلان وکړ.

د ناټو په مشرۍ نړیوال ایتلاف نن ( یکشنبه ) رسما د افغانستان لپاره د خپل ماموریت د پای ته رسولو اعلان وکړ.

نوموړی سازمان په افغانستان کې د خپل دیارلس کلن ماموریت د پای ته رسولو اعلان په کابل کې په یو پوځي قومندانۍ کې د یوې سمبولیکې غونډې په ترڅ کې وکړ.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا په مشرۍ کې د ناټو د هغه ماموریت د پای ته رسولو اعلان په رسمي ډول وشو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې نه پس پیل شوی و او موخه یې له افغانستانه د یاغيتوب ختمول وو.

د ناټو چاروکي وايي چې دغه دستوره په کابل کې د ايساف هيډاکواټر کې وشوه چې مشري يې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو کمانډر جنرال جان کيمبل کوله.

نوموړي د ایساف سپین او شین بیرغ راټول کړ او یو بل بیرغ یې پرانېست چې د یو نوي ماموریت د پیل ښکارندويي کوي. په نوي ماموریت کې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ کول شامل دي.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل په دې مراسمو کې وویل که څه هم افغان پوځیان په دیارلسو کلونو کې د بهرنیو پوځیانو په مرسته ډېرې لاسته راوړنې لري خو ځينې ننګونې لا هم پر ځای پاتې دي.

جنرال کمپبیل وویل قاطع حمایوي ماموریت به مرسته وکړي چې افغان پوځیان له شته ننګونو خلاص او وکولای شي د جګړې ګټونکي و اوسي.

(( لکه څنګه چې مونږ د ایساف جنګي ماموریت پاي ته رسوو او قاطع حمایوي ماموریت پیلوو ، افغان پوځیان داسې یوه ځای ته رسیدلي چې ټولو ته د قدر وړ دي. ډېرې زیاتې ننګونې لا هم شته دي خو حمایوي ماموریت د دې لپاره پيلیږي چې همدا ستونزې هوارې کړي. مونږ به د افغان پوځیانو په روزنه،مشوره او د هغوی په همکارۍ بوخت و اوسو تر څو هغوی داسې یوه سټراټیژیک موقعیت ته ورسیږي چې وکولای شي جګړه وګټي. ))

ښاغلي کمپبل زیاته کړه چې ایساف ځواکونه په داسې وخت کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پاي ته رسوي چې دیارلس کاله مخکې په دغه هیواد کې هیڅ ډول پرمختګ ته لار نه وه هواره.

ده وویل چې بهرنیو ځواکونو د افغان پوځیانو تر څنګ د شویو پرمختګونو لپاره لار هواره کړه.

د افغانستان د جمهور رییس د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر د ایساف ځواکونو د ماموریت د بدلیدو په مراسمو کې له دغو پوځیانو وغوښتل چې د افغان پوځیانو روزنې او ملاتړ ته ډ‌ېره توجه وکړي.

ښاغلي اتمر د ایساف ځواکونو سټراټیژیکه توجه وغوښته څو افغان پوځیان وکولای شي له خپل هیواد نه بشپړه دفاع وکړي.

(( مونږ له هر بل وخت نه ستاسو همکارۍ او حمایت ته ډېر ضرورت لرو. که څه هم چې افغان پوځیانو د ترهګرو په وړاندې په هره جګړه کې خپله وړتیا ښودلې خو ستاسو حمایت ته ضرورت لرو چې وکولای شو ټوله جګړه وګټو. په مشخصه توګه ستاسو مرستې ته اړتیا لرو چې له لارې یې وکولای شو د خپلو ځواکونو اوږدمهال ثبات او وړتیاوې یقیني کړو. مونږ ستاسو د سټراټيژیکي توجه غوښتنه کوو . قاطع حمایوي ماموریت زمونږ په اړیکو کې نوې مثبته پاڼه خلاصوي.))

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانان د بهرنیو پوځیانو قربانۍ هیڅکله نه شي هیرولی.

ناټو وايي د دیارلس کلن ماموریت له ختمېدو وروسته هم ددوی دیارلس نیم زره سرتیري په افغانستان کې پاتې کیږي چې د افغان ځواکونو روزنه وکړي او په غیر نظامي فعالیتونو کې ونډه واخلي.

په ۲۰۱۰ کال کې د ناټو تر چتر لاندې د ۵۱ هیوادونو ۱۴۰ زره سرتیري په افغانستان کې د جنګي هدف لپاره موظف وو.

په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د ناټو نږدې درې نیم زره سرتیري وژل شوي چې ډیري یې امریکایان وو.

XS
SM
MD
LG