د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲۳ وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د جمعې پر ورځ ناوخته لږ تر لږه ۲۳ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د جمعې پر ورځ ناوخته لږ تر لږه ۲۳ وسله وال وژلي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د پوځي چارواکو له خولې وايي چې دا وسله وال هغه مهال وژل شوي دي چې پاکستاني پوځ د دته خېلو په بېلا بېلو سیمو کې په هوايي بمباریو کې د وسله والو پټنځایونه په نښته کړي دي.

دوی وايي دا بریدونو په لوړه منډۍ ، منګسين ، لټکه او شاوخوا سیمو کې شوي دي.

استخباراتي چارواکو نه یوازې د مړو شمېر۵۰ یاد کړی بلکې وايي چې په دې بریدونو کې د مهم طالب مشرانو تر څنګ ازبک وسله وال هم وژل شوي دي.

ازادو سرچینو د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو د دې ادعا پخلی نه دی کړی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

د پاکستان پوځ د جون میاشتې له ۱۵م نېټې راهسې په شمال وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد په عملیاتو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG