د لاسرسي ځای

'پوځ نوې وژونکې ډلې جوړوي او زړې وژني'


"دا پوځ نوې وژونکې ډلې جوړوي او زاړې وژني، او ترڅو چې روڼ اندي [روښنفکره] خلک یو موټي شوي نه وي نو هم دا ډول به ژاړو"

په پېښور پرېس کلب کې د مدني ټولنې کاروان په بلنه د قومي جرګې ته د وینا پر مهال د پاکستان ورکرز ګوند صوبايي صدر شهاب خټک ایډوکېټ وویل چې د ډیسېمبرشپاړلسمې نېټې وروستو به اوس هېڅوک هم بې پلوه نه پاتې کېږي.

د ده په خبره اوس دوې لارې پاتې دي یا به د ترهه ګرو ملګرتیا کوې یا د امن خوښوونکو:

«د ډیسېمبر شپاړلسمې پېښې روستو د پېښورهر وګړی له دا غږ پورته کول پکار دی چې هېڅ یو تن به په دې جنګ کې غیر جانبدار نه وي، یا به له موږسره، له دې قربان شوو ماشومانو سره، د امن، ورورولۍ، خوشالۍ، ترقۍ او تعلیم سره ودرېږې او یا به یو تن د ظلم، جبر، ترهې، او چاودنو سره ودرېږي، او په دې کې به هېڅوک هم بې پلوه نه پاته کېږي«

عصمت شاه جهان بي بي د قومي جرګې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «نېک محمد څوک وو؟ بیت الله مسود څوک وو؟ حکیم الله مسود څوک وو؟ او دا اوس یې چې خلاف دی دا څوک دی؟ دا پوځ نوې وژونکې ډلې جوړوي او زړې وژني، او ترڅو چې روڼ اندي [روښنفکره] خلک یو موټي شوي نه وي نو هم دا ډول به ژاړو»

له هشتنغره قومي جرګې ته ورغلي د پښتونخوا ولسي تحریک یو کارکن نظیف خانوویل، له پښتنو بې پیسو سپایان جوړ کړل شوي دي: «د پښتنو په اړه دا ویل کېږي چې دا د پاکستان مټې دي او په دوی به کشمیر نیسو، لال قلعه نیسو، چېچنیا نیسو، چېن نیسو او کابل نیسو، او دا د دوی کار او روزګار دی او دلته جنګ او تره ګرۍ د یو صنعت شکل اختیار کړي دی، دوی په زرګونه اربه ډالر پیسې زموږپر سرونو راټولې کړې دي»

سید انم شاه بي بي په خپله وینا کې وویل، چې نور له ولس سره په ترهه ګرۍ د غلې پاتې کېدو ګنجایش نشته: «دا خلک به مو په پټه کورونو ته راننوځي او وژني به مو. تر دې زیات به مو وژني، خو دا یې تش پیل دی، دا ځل یې راته ماشومان ووژل، تاسې ټول چې ویرېږی او نه رااوځی، ښه یې اوری خو ځان پرې غلی کوی، له دې هېڅ نه جوړیږي، که نن نه وي نو کله؟ د ظلم په ضد به راوتل وي او پر ضد به یې اواز پورته کول وي»

یو تن شمس دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې ولې امنیتي ځواکونو په وخت په ارمي پبلیک سکول د برید مخه ونه نیول شوه: «ماته دا ویل کېږي چې ترهه ګرو زموږماشومان وژلي دي، خو د امنیت لپاره چې موږ پیسې ورکوو نو د سکول تر شا دا خلک څنګه رادننه شول، امنیت دې ته وايي؟»

د یادونی وړ ده چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له لوري پر پېښور ارمي پبلیک سکول د وسله والو د خونړي بریدد غندنې لړۍ لا دوام لري او په بېلا بېلو غونډو کې د پاکستان ریاست ترهه ګرۍ ضد مخکینۍ پالیسۍ یې تر سختو نیوکو لاندې راوستې.

XS
SM
MD
LG