د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پېښور يې پرهر جوړ کړ - لا د کابل پرهر ورغلی نه دی


د پېښور د ماشومانو ميندې چې کله ژاړي نو لکه چې ټول جهان ژړوي , دا لکه د پښتنو کربلا وه,د چا اوښکې نه ودرېږي او د چا زوړونه نه صبرېږي.

کله کله د يو ټکې په مطلب سړی اله پوهه شي چې له درد سره اشنا شي.د زړه سره پېښوره او پښتونخوا ستا کيسه او سينه هم له دردونو ډکه ده. هره کوڅه کې دې چا خپل د ژوند شريک، د لا‌رې مل او يا مين په داسې وخت بايللی دی چې بس ايله له غوټۍ نه ګل کېدلو. هغوی د داسې خلکو په لاس وشوکېدل چې نه د خدای ویره لري او نه انسانيت.

د پېښور د ماشومانو ميندې چې کله ژاړي نو لکه چې ټول جهان ژړوي , دا لکه د پښتنو کربلا وه,د چا اوښکې نه ودرېږي او د چا زوړونه نه صبرېږي.

"ښه ده چې وخت د ګلو تېر شو --

تل به يې غم درژيدو راسره وونه"

د هر کال غوندې سږ کال هم د پښتنو لږې وينې تويې نکړې، په پکتيکا کې يي ځوانان او ماشومان ووژل، په پېښور کې يې ټولوژنه » قتل عام» وکړ او خدای خبردغه دوزخي څونه به نور څومره وينه څکي.

د پښتنو دښمن د دوی په وينو اوس دومره څورباو چاق شوی دی، چې ټولو ته لکه د لمر ښکا‌ره دی., خو بيا هم لکه ډارن په توره تياره راشي او ځان دوږخ ته ولېږي.

د ۱۶ دسمبر پېښې ټول جهان حېران خو خپه کړ، او هر زړه يې وژړاوه که چا ونه ژړل هغه يوازې هم په پاکستان کې د طالبانو هغه ملګري دي چې هم به ستا په جنازو کې وي او هم پر تا حمله کونکې ته د ۷۰و حورو مبارکي وايي.

نو بايد پيژنګلو يې وشي. دا هغه خلک دي چې سوچ او فکر يې تر وسله والو اورپکو زيات وحشي او خطرناکه دی. دوی چې له موږ سره يو ځای کېني پاڅي، ډوډۍ خوري، هم په موږ وار کوي او هم حوصله راکوي. او د دوی لخوا راکړل شوی زخم خدای خبر که په دې جهان خو رفو شي.

"پر پېښور خو يې پرهر جوړ کړ

لا د کابل پرهر ورغلی نه دی"

لیکنه: پرخه اسد

XS
SM
MD
LG