د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډورن برید اووه وسله وال وژلي


په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، لومړی برید نن (جمعه) سهار شاوخوا څلور نیمې بجې د شوال په کونډ سیمه کې د وسله والو په مرکز وشو چې پکې څلور وسله وال ووژل شول.

دوی زیاتوي، دویم برید هم شاوخوا په هم هغه وخت د ډېورنډ پر کرښه د شوال منګړیتۍ په سیمه کې د وسله والو پر پټنځای وشو چې پکې درې وسله وال ووژل شول.

XS
SM
MD
LG