د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ضد پلان دې زغرده عملي کړل شي"


د پاکستان پوځ مشر پر پوځ او استخباراتي ادارو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد د منظور کړل شوي پلان د عملي کولو لپاره سمدستي او اغېزناکه ګامونه واخلي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بېګا په یوه بیان کې ویلي، جنرال راحیل شریف دا خبره د تېرې پنجشنبې پر ورځ د امنیت په اړه د لوړې سطحې غونډې مشرۍ پر مهال وکړه. بیان وايي، د پوځ مشر خپل هغه هوډ تکرار کړ چې سختدریځي او ترهګري به له بېخه باسي.

بیان زیاتوي، جنرال راحیل شریف د هېواد د سیاسي مشرانو ستاینه وکړه چې د اصلاحاتو او انتظامي اقداماتو له لارې د سختدریځۍ د ختمولو لپاره ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG