د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني ټولینې د پاکستان د امنیتي ادارو پر تکلارو نیوکه وکړه


د کاروان په نوم ټولنې او د ځېنو سیاسي ګوندونو غړو په پېښور کې پر سکول د برید د غندنې تر څنګ پر امنیتي ادارو هم انتقاد کړی دی چې ولې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

تېر مازیګر د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د پېښور قامي جرګې په نوم جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د مدني ټولنې فعالې عصمت شاهجهان د سختدریځۍ او ناامنۍ په اړه د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو پر تګلارو انتقاد وکړ.

غونډې ته په خپله وینا کې د عوامي ورکرز پارټۍ صوبايي مشر شهاب الدین خټک وویل، تر پېښور برید وروسته باید هېڅ کس بې طرفه نه وي او باید یوه لار غوره کړي چې ایا له امن خوښو سره ودرېږي او که له وسله والو او سختدریځو سره. په غونډه کې د سختدریځۍ پر وړاندې د یووالي غږ وشو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG