د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د مجبورۍ له کبله مو د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه”


د جماعت اسلامي امیر سراج الحق وايي، د پوځي عدالتونو جوړول مثالي کار نه دی خو دا ده چې سیاسي ګوندونو د مجبورۍ له کبله د دې عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړه.

دا خبره نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وکړه.

له سراج الحق سره د پیپلز ګوند سېنېټر رحمان ملک او د بلوڅانو د نیشنل پارټۍ مشر سېنېټر حاصل بزنجو هم سکول ته ورغلی وو.

رحمان ملک خبریالانو ته وویل، پوځي عدالتونه به یوازې د لویو او ډېرو فعالو سختدریځو وسله والو پر ضد کارروايي کوي. حاصل بزنجو وویل، بې له توپیره باید د ټولو وسله والو ډلو پر ضد ګامونه واخیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG