د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږنی کرسمس له اوښکو ډک دی'


د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د کرسمس
د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د کرسمس

۷۸ کلن پادري د ((ماشومانو پر ضد په پراخ ډول)) د روان تاوتریخوالي غږ وکړ او د پېښور پر سکول د هغه برید یادونه یې هم وکړه چې پکې وسله والو ۱۴۲ زده کوونکي ووژل.

د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس سږ کال په منځني ختیځ کې د مذهب په نوم د خلکو ((وژونکې)) ځورونې غندلې دي.

د عیسویانو د اختر کرسمس په مناسبت په خپل کلني پیغام کې پوپ د نړۍ په جنګ ځپلو سیمو کې پر سولې راوستو ټینګار کړی دی. ۷۸ کلن پادري د ((ماشومانو پر ضد په پراخ ډول)) د روان تاوتریخوالي غږ وکړ او د پېښور پر سکول د هغه برید یادونه یې هم وکړه چې پکې وسله والو ۱۴۲ زده کوونکي ووژل.

په واټیکن کې د خپلې ودانۍ له بالکونۍ ګڼو کسانو ته په خپله وینا کې پوپ فرانسېس وویل، ((په ریښتیا چې سږنی کرسمس له اوښکو ډک دی.))

د ده وینا پر ډېرو نړۍوالو ټیلي وېژنونو خپره شوه چې پکې ده د عراق، شام، د اسراییل او فلسطین خاورې، اوکراین، لېبیا او جنوبي سوډان شخړو ذکر وکړ.

د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس دکرسمېس لمانځلو پر مهال د عراق کردستان سیمې په یوه کیمپ کې مېشتو کډوالو ته وینا کړې ده.

تېر ماښام د انکوه کیمپ کډوالو ته د وینا پر مهال پوپ فرانسېس پر هغوی غږ وکړ چې د خپلې بقا لپاره دې کار وکړي. فرانسېس وویل، عیسا علیه السلام هم د خپلې سیمې پرېښودوو ته اړ شوی وو.

د انکوه کډوالو کیمپ د کردستان له مرکز اېربیل سره نېږدې دی او د اسلامي دولت وسله والو د فعالیتونو له وجې پکې ګڼ بې کوره کړل شوي خلک پراته دي. په بغداد کې د عیسویانو یوه مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسلامي دولت ډلې وسله والو د بریدونو له کبله په عراق کې شاوخوا یو نیم لک عیسویان بې کوره کړل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې هم سږ کال عیسویان کرسمس په سادګۍ لمانځي او د خپل مذهبي اختر ټولې مېلې او خوشالیانې یې له منځه اېستلې دي.

عیسویان اختر په سادګۍ لمانځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG