د لاسرسي ځای

امنیتي ځواکونو د ټل، پاړه چنار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې


د راپورونو له مخېد ټل، پاړه چنار لویه لار په بګن سیمه کې د سهار له اوو بجو تړل شوې، او لا هم هېڅ ډول ګاړي ورباندې تګ راتګ نشي کولی.


د راپورونو له مخېد ټل، پاړه چنار لویه لار په بګن سیمه کې د سهار له اوو بجو تړل شوې، او لا هم هېڅ ډول ګاړي ورباندې تګ راتګ نشي کولی.

د ولي الرحمان په نامه یو مساپر مشال راډیو ته وویل چې د سړک له تړل کېدوخلکو ته په تلو راتلو کې ستونزې جوړې شوې دي.

له سیمې د مساپرانو په خبره، دا مهال له پنځوسو زیات ورکوټي او غټ ګاړي ولاړ دی او هېچا ته هم د تلو اجازت نشته.

د اصغر حسېن په نامه يو بل مسافر مشال راډیو ته وایي، چې که دوی ته پر پاټکو ویل شوي وی، چې په سیمه کې سړک تړل شوی دی نو دوی به ورباندې نه راتلل.
یو انتظامي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په بګن او ورسره خواشا سیمو کې یې د ځینو پټو وسله والو پر ضد لټوني عملیات روان دي، او د دې لپاره يې سړک تړلی دی.

د ده په خبره، دغه عملیات د پوځ، ملېشه او لېوي ځواکونو لخوا په ګډه کېږي.
انتظامي چارواکي له دې ویلو ډډه وکړه چې په عملیاتو کې یې یو څه کامیابي هم ترلاسه کړې که یه؟

د بادولو ده، په هغو سیمو کې چې امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي، د تحریک طالبان اسلامي پاکستان وسله وال ډله فعالیت کوي.

د دې ډلې مشري د اوچت سیمې مولانا فضل سعید حقاني کوي چې د ۲۰۱۲م کال په فبرورۍ میاشت یې په پاړه چنار کې د ځانمرګي برید پړه پر خپل سر اخیستې وه، چې نژدې ۲۹ تنه یې وژلي او اوولس نور یې ژوبل کړي ول.

په سیمه کې د ډلې خلاف د امنیتی ځواکونو لخوا د دې نه وړاندې هم عملیات شویدی.

XS
SM
MD
LG