د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اباسین پر غاړه لرغونی هنډ ښار


هنډ ښار د هندو شاهي دویم مرکز وو او بیا چې کله سلطان محمود غزنوي و راجه نندپال ته ماتې ورکړه نو د اښار یې خپله ولکه کې واخیستو

د اباسین پهر غاړه دغه ویجاړ او وران ښار هنډ د ګندهارا درېیمه پلازمینه او د خپل وخت صنعتي او کاروباري ښار وو. سکندر اعظم چې کله په ۳۲۶ زېږ وړاندې کال کې تر اباسین پورې وتو نو هم دلته یې پړاو اچولی وو،او د اباسین پر غاړه یې ښکار هم کړی وو.

د اباسین پر غاړه لرغونی هنډ ښار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دغه شان د ا ښار د هندو شاهي دویم مرکز وو او بیا چې کله سلطان محمود غزنوي و راجه نندپال ته ماتې ورکړه نو د اښار یې خپله ولکه کې واخیستو خو د شهاب الدین غوري په وخت کې دې ښار ته ډیر نقصان ورسېدو.

د مغل باچا بابر په وخت کې دا یو وران ښار و او هغه هم دلته د ګېنډو او ځنګلي مېښو ښکار کړی وو.بیا اکبر با چا د لته یوه لویه کلا جوړه کړه چې نن یې هم اثار ترسترګو کېږي. د خېبر پښتونخوا د لرغوني آثارو محکمې دلته په ۲۰۱۰ م کال یو موزیم جوړ کړی دی او په هنډ کې د اکبر باچا د کلا نړېدلي دېوالونو بیا رغونې کار یې پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG