د لاسرسي ځای

د کونړ دانګام کې لسګونه وسله والو ته مرګژوبله اوښتې


د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد نعمان هاتفي د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، له یکشنبې ورځې راهیسې افغان ګډو ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ اړوند څو کليو کې ځمکني او هوايي عمليات پیل کړي چې تر دې دمه يې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۳۳ تنه نور يې ټپیان شويدی.


نعمان هاتفي وايي چې په دغو عملیاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو۷ تنه هم ټپیان شوي دي.

دی وايي چې وسله وال طالبان لا هم مقاومت کوي، خو افغان ملي ځواکونه به تر هغې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو پورې چې يې د دانګام ولسوالې ټولې سيمې له وسله والو له شتون څخه پاکې کړي نه وي.

XS
SM
MD
LG