د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: 'یو طالب قومندان له خپلو ملګرو سره نیول شوی'


د ديسېمبر پر شپاړلسمه نېټه په پېښور کې پر یوه ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته پاکستانيو امنيتي سرتېرو په بلوچستان کې هم د وسلوالو په خلاف ځاى پر ځاى د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

په بلوچستان کې امنیتي ځواکونه وايي، چېد صوبې مرکز کوټې ته جوخت په کچلاغ سيمه کې یې د دوشنبې پر ورځ د يوه طالب قومندان په ګډون څلور وسلوال طالبان له يوه اندازه وسلو سره نيول شوي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره يوه نامالوم ځاى ته لېږدول شوي دي. تراوسه مالومه نه ده، چې هغوی د افغانستان طالبان دي او که پاکستاني هغه دي.

د ديسمبر پر شپاړلسمه نېټه په پېښور کې پر یوه ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته پاکستانيو امنيتي سرتېرو په بلوچستان کې هم د وسلوالو په خلاف ځاى پر ځاى د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

دې ته په پام سره د دوشنبې په غرمه د کوټې ښارشمال لور ته د کچلاغ سيمې په جمال اباد کلي کې پوليسو د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس يو کورمحاصره کړ او څلور تنه وسلوال طالبان يې پکې ونيول، چې له هغوى څخه يو د طالبانو قومندان بلل کېږي او يو د هغه ورور دى.

د بلوچستان د داخله چارو وزارت او پوليس مشرانو له دغو عملياتو او د وسلوالو له نيولو بې خبري وښووله، خو ځينې سرچېنې وايي، چې په نيول شويو وسلوالو کې يو تن- چې ويل کېږي د افغان طالبانو قومندان دى- ملا عبدالقدير نومېږي او له ډېرې مودې راهيسې په کچلاغ سيمه کې مېشت وو، مګر پاکستاني رسنۍ هغه د پاکستاني طالبانو د ډلې قومندان بولي.

د بلوچستان د ملېشه ځواکونو سرچېنې وايي، چې د ايالت په شمالي پښتني سيمو کې يې په وسلوالو طالبانو پسې دې ورته د پلټنې نور نااعلان شوي عمليات هم پيل کړي دي، خو رسنيو ته د دغسې عملياتو په اړه جزيات نه ورکوي.

دا په يوه اوونۍ کې په وسلوالو طالبانو پسې د پلټنې د عملياتو دويمه هڅه ده، ملېشه ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د زيارت ضلعې په سنځاوۍ سيمه کې هم په وسلوالو پسې د پلټنې عمليات کول، چې هغوى ډزې ورباندې پيل کړې او په نتيجه کې يې د ملا نجم الدين په نامه د پاکستاني طالبانو يو قومندان وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د بلوچستان په مرکز کوټه او د دې صوبې په شمالي پښتني سيمو کې سلګونه زره افغان کډوال اوسېږي، چې د نړۍوالو رسنيو له ادعا سره سم د افغان طالبانو مشران هم د دوى په منځ کې مېشت دي، د پېښور تر پېښې وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترهګرۍ د ځپلو نوې ژمنې ښايي په بلوچستان کې پر مېشتو افغان او پاکستاني وسلوالو طالبانو هم د ژوند ساحه را تنګه کړي.

XS
SM
MD
LG