د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ننګرهار کې شيږ تنه وسله وال خپل بم وژلي دي'


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دوشنبې (ګل) په ورځ ماښام پينځه بجې د پچير و اګام ولسوالۍ پاس صبر سيمه کې شپږ تنه د دولت مخالف وسله وال خپل بم وژلي دي.


د ننګرهار امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته وويل:


((د وسله والو مخالفينو لاس ته يو غټ پخواني بم ورغلی و، او غوښت یې چې باروت ترې وباسي او نورو بمونه ترې جوړ کړي، پر دې مهال بم پرې چادولی او شپږ واړه وسله وال پکې وژل شوي دي))


د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG