د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني مشران باید ولس ته ریښتیا ووايي


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پوځ لوی درستیز راحېل شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پوځ لوی درستیز راحېل شریف

امتیاز علي وايي، د پاکستان په ګډون، ټولې نړۍ د ښوونځي پر ماشومانو دا برید وغانده او په پاکستان کې یې د وسله والو پر ضد د ګام اخیستو هوډ وښودل شو.

په فارن پالیسي مجله کې خبریال امتیاز علي لیکي، دی پښتون دی او د ژوند زیاته برخه یې په پېښور کې تېره کړې. د ده په خبره، دی داسې الفاظ نه لري چې په پېښور کې پر ښوونځي «سکول» د تېرې اوونۍ برید بیان کړي او خپل یا د پېښور د اوسېدونکو درد ښکاره کړي.

امتیاز علي وايي، د پاکستان په ګډون، ټولې نړۍ د ښوونځي پر ماشومانو دا برید وغانده او په پاکستان کې یې د وسله والو پر ضد د ګام اخیستو هوډ وښودل شو.

دی لیکي، که څه هم د پاکستان جنرالان، سیاستوالان او شنونکي د وسله والو طالبانو بریدونه غندي خو ورسره دا بریدونه ورته عادي هم ښکاري او په دې توګه یې له پامه غورځوي. د پاکستان زیاتره مشران خو اکثر دا هم وايي چې د دې حملو تر شا بهرني لاسونه دي. دوی د حملو او ناامنۍ پړه پر هند، امریکا او د امریکا پر استخباراتي ادارې سي ای اې اچوي.

امتیاز علي وايي، که د حملو پړه تحریک طالبان پاکستان ومني هم نو د پاکستان واکمنان او اکثره شنونکي د شک څرګندونه کوي او د دې له منلو انکار کوي چې حمله کوونکي پاکستانیان او مسلمانان دي. د ده په خبره، دا مفکوره یا دا نظر باید بدل شي او دا چې د دې نظر او فکر بدلولو لپاره پاکستاني مشران باید ځېنې جدي اقدامات وکړي.

د لیکوال په خبره، لومړی خو باید پاکستاني مشران په روڼ، سپین او ښکاره ډول له ټولو وسله والو ډلو سره اړیکي پرې کړي او دا د ښو او بدو طالبانو توپیر ختم کړي. که څه هم د پېښور تر حملې وروسته وزیراعظم نواز شریف وویل چې نور به په وسله والو ډلو کې فرق نه کوي خو دا لا نه ده مالومه چې پاکستان د افغان وسله والو ډلو لکه حقاني شبکې په اړه څومره جدي دی. د یادې شبکې زیاتره غړي په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي. همداراز، دا هم نه ده مالومه چې پاکستان د هغو فرقه ییزو وسله والو ډلو پر ضد په اقداماتو کې څومره سنجیده دی چې له نړیوالو وسله والو ډلو سره اړیکي لري. دا فرقه ییزې ډلې په جنوبي پنجاب کې قوي مرکزونه لري. لیکوال وايي، له دې ډلو سره د پاکستان اړیکي نه یوازې د هغه هېواد ډېپلوماټیک دریځ کمزوری کوي بلکې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د دولت جګړې ته هم تاوان رسوي.

دویم، په پاکستان کې ډېرې جهادي ډلې مېشتې دي او همدا وجه ده چې پاکستان باید د دې ډلو پر ضد جګړه خپله جګړه وګڼي. په دې ترځ کې هغه دریځ یا نظر باید نور وجود ونلري چې ګواکې دا د پاکستان جګړه نه ده. تحریک طالبان پاکستان پر ولسي وګړو بې رحمانه حملې کوي، ښوونځي په نښه کوي او ماشومان وژني. پاکستاني مشران باید پر دې حقیقت له سترګو پټولو ډډه وکړي. پاکستان باید دا نظر خپل کړي چې تحریک طالبان پاکستان یوه قوي وسله واله ډله ده او باید یې پر ضد سمه مبارزه وشي.

لیکوال وايي، پاکستان د ناامنۍ ختمولو په لړ کې وروستی او ډېر مهم کار دا وکړي چې د قبایلي سیمو انتظامي او قانوني حیثیت بدل کړي. د قبایلي سیمو د اوسني قانوني حیثیت له کبله هغه سیمې د وسله والو ډلو په پټنځای بدلې شوې دي. د سولې او امنیت لپاره باید د قبایلي سیمو ټولې ننګونې په پام کې ونیول شي.

په فارن پالیسي مجله کې په خپله لیکنه کې خبریال امتیاز علي زیاتوي، د قبایلي سیمو د ولس ټولې اړتیاوې باید پوره کړل شي او دا چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشران باید له ټول ولس سره صادق او مخلص شي.

XS
SM
MD
LG