د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ څلور نور تنه په دار ځړولي دي


پر پخواني پوځي ولسمشرپروېز مشرف حمله کيس کې ککړ څلور نور کسان د پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار په ډسټرکټ جيل کې په دار وځړول شول.

د پاکستان د سرکاري ټي وي ترمخه غلام سروربټي ، راشد محمود قريشي، اخلاص روسي او زبير نومې بندیانو ته نن ماځیګرپانسي ورکړل شوه.

دې نه وړاندې دپاکستان په راولپنډۍ کې پر پوځي مرکز، د دغه هيواد پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف او د سريلنکا هيواد پر کرکټ لوبډلې د بريد پلان کوونکي د تېرې جمعې په ماښام د پنجاب صوبې په فېصل آباد کې په دار ځړول شوي وو.

د ډاکټر عثمان او ارشد محمود په نامه دغه دوه بندیان د ترهګرۍ په جرم کې څو کاله وړاندې نيول شوي ول.

د ۳۵ کلن ډاکټر عثمان اصل نوم محمد عقیل وو او نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ پر مرکز او په لاهور کې د سري لنکا د کرکټ پر ملي لوبډله په برید تورن وو.

دویم کس ارشد محمودپه دې تور کې په دار ځړول شوی دی چې د پاکستان پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف یې مرګونی برید کړی وو.

دې کسانو ته د مرګ سزا له هغه وروسته ورکړل شوه چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پېښور پر سکول د طالبانو له خونړي بریده وروسته د مرګ پر سزا لګېدلی ځنډ لرې کړ.

XS
SM
MD
LG