د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان د طالبانو خلاف خپله پالیسي بدلوي؟


د پېښور په ارمي پبلک سکول باندي د پاکستاني طالبانو د هغه برید نه پس چي پکې د سلو نه زیات ماشومان ووژل شو ، د پاکستان سیاسي او پوځي مشر تابه واي چې دغه پېښي د پاکستاني ټولني وګړي د وسله والو ډلو پر ضد يو موټي کړل، او په سمدستي توګه موږ وليدل چې د پاکستان پوځ د ملک په بېلا بېلو برخو کي د وسله والو پر ضد ځوابي کارواياني پيل کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې په پاکستان کي خو دغو وسله والو ډلو د ۵۰و زرو نه زیات بې ګناه خلک وژلي دي ، د پاکستان حکومت او پوځ اوس ولې د وسله والو پر ضد د فيصله کن جنګ خبره کوي ، ددي پوښتنې په ځواب کی په لاهور کي د امنيتي او سیاسی چارو کار پوه پروفیسر حسن عسکري وایي ، چې دا مهال هم د تېرو وختونو په ډول یوازې د ترهګرۍ او د بې ګناه ماشومانو د وژنې غندنه روانه ده او څوک هم د طا لبانو نوم نه اخلي حالانکې هغوي یي ذمه واري هم منلې ده.

(( زما په فکر د دغې بدلون نښې موږ ته د پاکستاني پوځ په سوچ کي خو تر ستر ګو کيږي ، لکه په شمالي وزير ستان کي عملیات کول ، او د وسله والو پر ضد د سرلښکر د څرګندونو په صورت کې دغه بدلون ښکاري خو د حکومت لخوا څه جامع حکمت عملي نه تر سترګو کيږي ، او د تېر په شان موږ ته يوازې د غندنې او د وسله والو پر ضد د کوټلو ګا مونو اخېستو تکرار تر سترګو کيږي ، او حکومت صرف په راتلونکو وختونو کي د ګامونو اوچتولو خبره کوي))

خو د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلي پخوانۍ غړي بشره ګو هر وایي څنګ چې مالومه ده د امنيت او بهرنيو چارو ټول واک د پاکستاني پوځ په لاس کې دی نو حکومت نه توقع ساتل د حقيقت نه لري خبره ده ، او نه حکومت په داسی مسلو کې د فيصلو کولو اختيار لري.

خو په پېښور کي د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر خادم حسين د وسله والو پر ضد د پاکستاني حکومت ، پوځ او سیاسي ګوندونو په سوچ کي د بدلون په حوالهخوشبينه ښکاري او زیاتوی

(((( دا ځل موږ ګورو چې د پاکستان پوځ ، حکومت ، ميډیا او حته هغه سیاسي ګوندونه چې د وسله والو طالبانو پر ضد د ولس دريځ کی به يي د کنفيوژن رامنځته کولو کوشش کولو، د هغوي لپاره هم ددې نه علاوه بله لاره پاتې نه شوه چي نه یوازې د دې وژنو غندنه وکړي بلکي د طالبانو پر ضد هم خپل دريځ په ډاګه کړي ، نو ددې له امله داسې ښکاري چي په راتلونکو وختونو کي به د يو جامع حکمت عملي جوړولو لپاره لاره هواره شي ))

پروفیسر حسن عسکريبیا وایي چې پاکستاني ولس ته په عملي توګه دا پيغام ورکول د امنيتي او سیاسي قوتونو ذمه واري ده، چې د پوځيانو ، سیاستوالو ، او عام خلکوبچیان يو شان پاکستانیان دي.

XS
SM
MD
LG