د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د امنیه قوماندانۍ نوې وداني پرانستل شوه


د امريکا د پوځي څانګې لخوا د دوه نيمو ميلونو ډالرو په ارزښت د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره نوې ودانې جوړه کړل شوه.

دغه وداني چې په دوه پوړونو کې په عصري ډول جوړه شوې، ۲۶ خونې لري.
د ننګرهار امینه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د اتوار په ورځ د ودانۍ د پرانستې پر مهال خبريالانو ته وويل:(( دغه ودانۍ چې تاسو وینئ، د پوليسو لپاره به ډير سهولتونه په کې برابر وي، د پوليسو د معيشتي ژوند لپاره به ډير برابر وي، د دې ودانۍ په جوړولو سره زموږ کمبودات چې وو، هغه به ډير تکميل شي، دا ودانۍ د امريکا د متحده ایالاتو نظامي برخې په مرسته جوړه شوې ده.))


د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال تمه څرګنده کړه چې د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به پولیسو ته د سهولتونو تر څنګ د ننګرهار امنيت ساتلوکې هم مثبت تغير راشي.
(( د دغه شان پرمختګونو لکه پوليسو ته چې سهولتونه برابريږي، او همدا رنګه به زموږ امنیتي ارګانونو ته د سهولتونو په راوستو کې مثبت ثابت شي.))

د ننګرهار ولایتي شورا منشي ډاکټر محمد نصر کاموال هيله څرګنده کړه چې په ولسواليو کې هم پوليسو ته ورته ودانۍ جوړې شي.


(( د پوليسو په کارونو کې واقعاٌ د دوی د استوګنې ځایونه بايد همدغسې جوړ شي. او هيله او تمه مو دا ده چې دا کارونه نه يوازې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې وشي بلکې په ټولو ولسواليو کې د پوليسو لپاره ورته مناسب ځایونه جوړ شي، د دوی د اوسيدو لپاره د دوی د دفترونو لپاره او دا شان له ډير ښه تجهيز لپاره يې لا ډير کار وشي.))

د ننګرهار ولايتي چارواکي دغه یو ښه پرمختګ ګڼي.

XS
SM
MD
LG