د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ګوانتنامو نه څلور افغانان خوشي کړل شوي


د امریکا د دفاع وزارت پرون د ګوانتنامو له زندانه د څلورو افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکړ.

دا کسان محمد سعید د غزني ، شاولي خان د زابل، عبدالغني د کندهار او خیالي ګل د خوست اوسیدونکي دي.

له کابله د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی چې افغان حکومت د هغو ټولو ګواښونو مخنیوی کولای شي چې دغه کسان یې پيښولای شي او له هغوي سره به د بشري اصولو پر اساس چلند کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې کسانو خوشي کیدل څرګندوي چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او امریکا د دې هیواد د حکومتي ادارو پر پياوړتیا باور لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا پرون مشال راډیو ته وویل چې له ګوانتنامو تازه خوشي شوي کسان د طالبانو د رژیم لوړ رتبه مامورین و، او هیله څرګندوي چې خوشي کیدل به یې د سولې له هڅو سره مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG