د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات روان دي


په قبايلي سیمومومندو، خېبر، دره آدم خېل او د پېښور په نيمه قبايلي سيمه کې امنيتي ځواکونو د ۳۳و ترهګرو د وژلو دعوا کړيده.

د پاکستان سرکاري راډيو پرون په خپله ويبپاڼه خبر ورکړی چې د خېبر ايجنسۍ لري پرتي سيمي تيراه کې په پټن ځايونو هوايي بمباریو کې ۲۱ ترهګر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

همداراز په دره آدم خېل کې پينځه او د مومندو په مچنۍ سيمه کې دوه ترهګر وژل شوي دي. په دي نښتو کې دوه امنيتي سرتيري هم وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

بلخوا د پاکستان د پوځ مطبوعاتو څانګې (آېی ايس پې آر) ادعا کړي چې د پېښور په نيمه قبايلي سيمه بازارګری کې د خالې پر ورځ امنيتي ځواکونو پنځه ترهګر وژلي چې په کې يو مهم کمانډر مصطفا عرف منان هم شامل دی. تر اوسه وسلوالو ډلو په دي اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG