د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان که حقيقت ونه مني نو د پېښور غوندې پيښې به ورسره کيږي


ډان ورځپاڼې د ليکوال هود بهايي يوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي دي، د نورو پيښو په څېر به د پيښور د ښوونځي خونړۍ پېښه هم هېره کړل شي.

ډان ورځپاڼې د ليکوال هود بهايي يوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي دي، د نورو پيښو په څېر به د پيښور د ښوونځي خونړۍ پېښه هم هېره کړل شي.

د پاکستان ولس هغه وخت هم ډېر جذباتې او په غصه وو کله چې په لکي مروت کې د والي بال لوبېپر کتونکو ځانمرګي بريد ۱۰۵ کسان ووژل. ولس هغه وخت هم غصه وو کله چې په سنوکر کلب کې په دوو ځانمرګيو بريدونو کې ۹۶ هزاره ګان ووژل شول.

همداراز په پېښور کې پر کليسا باندې په بريد کې ۱۲۷ کسان ووژل شول او په بل بريد کې بيا ۹۰ احمديان ووژل شول. خو دا ټولې ويرجنې پيښې له خلکو هيرې شوې. همداراز په کال ۲۰۱۲ کې له پنډۍ څخه ګلکت بلتستان ته له تلونکو بسونو څخه وسلوالو هغه ټول کسان ووژل چې د شيعه ګانو په شان نومونه يې وو لکه عباس ، جعفري او داسې نور.

که چېرې په پاکستان کې خلک په يوه خله او سوچ وي نو په دې هيواد کې به د ګوزڼ په څېر د ماشومانو د معذوره کوونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کارکوونکې شا و خوا ۶۰ ښځې او سړي نه وژل کېدل.

هود بهايي ليکي، په پاکستان کې به تر هغو دا ډول خونړۍ پيښې روانې وي تر څو چې پاکستاني وګړو دا درې حقيقتونه نه وي منلي.

لومړی دا چې دا وسله وال نه بهرني دي او نه هم بل کوم هيواد پاکستان ته لېږلي دي. د ده په خبره دا وسله وال چې زموږ بچي وژني، د دوی دا يو فکر دی چې پاکستان تباه کړي نو هم دغه وجه ده چې دوی پر هوايي ډګرونو او د پاکستان د هوايي شرکت پر الوتکو بريدونه کوي. د طالبانو وياند محمد خراساني په خپله وايې چې دا بريد هغوی کړی نو څنګه بيا خلک د دوی پر شناخت شک کوي.

دويمه خبره دا ده چې څوک هم په ولسي ځايونو کې يا په رسنيو کې د ترهه ګرو ملاتړ کوي يا د هغوی د شناخت په اړه دروغ وايي، هغوی ته بايد سزا ورکړل شي. د ټي وي ځينو کوربانو او سياستوالو خو د وسله والو په ملاتړ کې په دروغو خبرو او کيسو باندې ډېره ګټه کړې ده.

د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی پخوانی مشر حميد ګل او د جماعت دعوه مشر حافظ سعيد په رسنيو کې د وسله والو په ملاتړ دروغ وايي او دا ډول پاکستاني وګړي بې لارې کوي.

په سياستوالانو کې عمران خان چې د سياسي بلوغت نه لرونکو لسګونه زره ځوانانو مشري کوي، کله يې هم هغو وسله والو ته ترهګر نه دې ويلي چې په خپله د ترهګرو بريدونو پړه پرغاړه اخلي.

دريمه خبره دا ده چې په پاکستان کې تر هغو امن نه شي راتلی ترڅو چې يې په ګاونډيو هيوادونو کې لاس وهنه نه وي بنده کړې، لکه څنګه چې د پاکستاني وزيراعظم مشير سرتاج عزيزويلي وو چې دوی ولې هغه وسله وال په نښه کړي چې د پاکستان لپاره خطرناک نه دي.

نن چې پاکستانيان پر خپلو بچو ژاړي نو راځئ اوس دا خبره ومنئ چې د پاکستان ځمکه په وار وار پهنړۍ کې د غم او خفګان د پيدا کولو لپاره کارول شوې. نن يواځې افغانستان او هندوستان نه بلکې چين او ايران هم پر پاکستان تور لګوي چې د دوی په هيوادونو کې يې اړی ګړی پيدا کړی دی.

هود بهايي په آخره کې ليکي، اوس چې د پاکستاني پوځ مشر له افغانستانه غوښتنه کوي چې د پاکستاني طالبانو مشر فضل الله دې دوی ته وسپاري، خو که چيري افغان ولسمشر اشرف غني له جنرل راحيل څخه وغواړي چې د افغان طالبانو د مشر ملا عمر په سپارلو کې دې د دوی مرسته وکړي چې دا ډول د افغانانو له عدالت سره مخامخ شي نو بيا به د پاکستان ځواب څه وي؟

XS
SM
MD
LG