د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلاله: کنړ کې دې د ملي اردو بشپړه فرقه ځای پر ځای شي


د حکومت د اجرایي رییس مرستیال محمد خان نن په کونړ ولایت کې له قومي مشرانو او دولتي چارواکو سره وکتل.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله مشال راډیو ته وویل، له ښاغلي محمد خان سره د کنړ د بېلابیلو ولسوالیو قومي مشرانو په یوه غونډه کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

ښاغلي جلاله وویل چې د حکومت د اجرایي رییس له مرستیال وغوښتل شول چې په کنړ کې باید د ملي اردو یوه بشپړه فرقه ځای پر ځای او د پوځیانو شمیره زیاته شي.
محمد خان په داسې حال کې کونړ ته تللی چې له اوو ورځو راهیسې په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان پوځیانو تر منځ جګړه روانه ده.

په دې جګړه کې تر دې دمه شاوخوا ۵۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پوځیان هم پکې شامل دي.

چارواکي وایي چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو شمیره یې نه ده معلومه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG