د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې افغان ځواکونو هوایي عملیات پیل کړي


د افغانستان د کنړ والي شجاع الملک جلاله وایي، ده ته ډاډ ورکړل شوی دیچې افغان ځواکونه به نن په دانګام ولسوالۍ کې د هغو خلکو مرستې ته ورسیږي چې د طالب وسله والو پرضد یې پاڅون کړی دی.

شجاع الملک جلاله د جمعې پر ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل ، افغان عسکرو د هوایي ځواک په مرسته جګ او مهم ځایونه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کنړپه دانګام ولسوالۍ کې ولسي خلکو د وسله ولو طالبانو پر ضد پاڅون کړی او له افغان ځواکونو څخه یې غوښتي چې له دوی سره هوايي او مځکنۍ مرستې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG