د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان دې په افغانستان کې عام خلک نه وژني


ملګري ملتونه وایي ، په ۲۰۱۴م کال کې عامو خلکو ته د رسېدلې مرګ ژوبلې په ۱۰۰ کې د ۷۵ برخې ذمه واري د طالبانو پر غاړه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي نیکولاس هایوم ویلي چې دوی د عامو خلکو د مرګ ژوبلې په اړه دا اندیښنه په قطر کې د طالبانو له چارواکو سره شریکه کړې ده.
نوموړي د جمعې په ورځ په نیویارک کې خبرې غونډې ته وویل، طالبان وایي چې دا شمیره سمه نه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو په دفتر کې د بشري حقونو د برخې مسوولې جیورجیتي ګاګنون وویل، دوی د طالبانو په پیغامونو کې د بدلون راوستو نښې لیدلې دي خو په عمل کې یې تر اوسه څه نه دې کړي.

دا له هغه وروسته ده چې ملګرو ملتونو په یو رپوټ کې وویل چې په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان په شخړو کي ۱۰ زره عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او د نومبر میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې په افغانستان کې ۳۱۸۰ عام خلک وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG