د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې د ۱۰ وسله والو د وژلو ادعا


د قبایلي سیمې خېبر پولیټیکل چارواکي دعوه کوي چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یې لږ تر لږه ۱۰ وسله وال وژلي دي.

پولیټیکل چارواکو د نوم نه ښودو په شرط نن (جمعه) مشال راډیو ته وویل، بېګا وسله والو د جمرود په ګودر کې د امنیتي سرتېرو پر پوستې برید وکړ چې له کبله یې جګړه پیل شوه. د دوی په خبره، په نښته کې دوه امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

هلته د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د ازبک وسله وال قومندان اسلام الدین په ګډون د ۱۷ وسله والو د وژنې ادعا کوي.

بېګا په خپل بیان کې ای اېس پي ار وویل تازه بمباري یې د تېرې پنجشنبې پر ورځ په تیرا کې کړې.

د پوليټیکل انتظامیې او پوځ د ادعاو په اړه نه خو وسله والو څه ویلي او نه یې هم ازادو سرچینو پخلی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG