د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د ترهګرۍ پر ضد د ملي پلان جوړولو کمېټۍ نن لومړۍ غونډه


د کمېټۍ مشري د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان کوي. په نننۍ غونډه کې د عوامي نیشنل ګوند له خوا افراسیاب خټک، له قامي وطن ګونده انیسه زېب طاهر خېلي، د پیپلز ګوند رحمان ملک، د تحریک انصاف شیرین مزاري، د جمیعت علمای اسلام ف اکرم درانی او د پاکستان مسلم لیګ ق مشاهد حسین سید په ګډون د نورو ګوندونو استازي هم برخه اخلي.

دا کمېټي په پېښور کې پر سکول تر وسله وال برید وروسته جوړه شوې وه او دوی به د یوې اوونۍ دننه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خپل پلان پارلېماني مشرانو ته وړاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG