د لاسرسي ځای

بلوچستان: په مرموز توګه د وژلو شوو درې کسانو مړي موندل شوي


د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، له کلا سیف الله یې په مرمیو سوري درې خراب شوي مړي تر لاسه کړي دي.

د لېوي ځواک چارواکو د تېرې پنچنشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د سیف الله کلا له کاڼ مېترزو تر لاسه شوي دا مړي اوس د کوټې په سنډېمن روغتون کې پراته دي او تر اوسه یې پېژندګلوي نه ده شوې چې دا د پښتنو او که د بلوڅانو مړي دي.

دا لومړی ځل دی چې له سیف الله کلا داسې مړي موندل کېږي. په دې وروستیو کې له پښینه د ځینو پښتنو او د تېرو ۱۰ کلونو پر مهال په بیا بیا د بلوڅ ځوانانو په مرمیو سوري خراب شوي مړل موندل کېږي چې ملتپاله بلوڅان یې پړه د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو اچوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG