د کونړ په دانګام کې د وسله والو پر ضد پاڅون کوونکي وايي، حکومت دې ورته د هوايي ځواک مرسته ورکړي.
د دوی یوه مشر حاجي منظمین د تېرې چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، وسله والو دوی له څو ورځو راهیسې محاصره کړي دي.
پاڅون کوونکو او د سیمې اوسېدونکو ګواښ وکړ چې که حکومتي هوايي ځواک وسله وال په نښه نه کړل نو دوی به له هغوی سره د جرګې له لارې روغه وکړي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړې چې ګواکې د خلکو کورونه یې سوځلي او یا هم ورسره بهرني وسله وال مرسته کوي.