د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ ځپلو ژمنې کړې'


د افغانستان لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي
د افغانستان لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي

جنرال شېر محمد کریمي وايي، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او استخباراتو مشر لېفټینېنټ جنرل رضوان اختر په خپلو ملاقاتونو کې د ترهګرۍ ځپلو ژمنې کړې دي.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي وایي؛ پاکستان اوس دا درک کړې، چې له افغان لوري سره له همغږۍ او همکارۍ پرته د ترهګرۍ له شره نشي خلاصېدی.

ښاغلي کریمي د پنجشنبې ورځ له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او استخباراتو مشر لېفټینېنټ جنرل رضوان اختر په خپلو ملاقاتونو کې د ترهګرۍ ځپلو ژمنې کړې دي.

"دوی راغلي ول، ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړي چې هر ډول همغږۍ ته اماده دي، ولسمشر یې هم هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا یو ښه نیت دی او باید چې موږ تفاهم او همغږي پرمخ یوسو؛ تر دې ورسته دا زموږ د پوځیانو دنده ده چې د پولې په اوږدو کې د عملیاتو لپاره همغږي وکړو"

د پاکستان پوځ او استخباراتو مشران د چهارشنبې په ورځ په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلل او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په کابل کې یې د نړیوالو ځواکونو له قومندان سره وکتل.

په کابل کې د ایساف یا نړۍوالو ځواکونو قومندانۍ هم د دغو خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي ایساف هیله من دی چې دواړه خواووې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بل خوا د جهادي مشر او د افغانستان د پخواني جمهور رییس حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د نجات ملي جبهه وایي چې کابل ته د راحیل شریف سفر د پاکستاني مشرانو د ناکامو سیاستونو پټول دي.

د دې جبهې منشي ذبیح الله مجددي وایي؛ پاکستان غواړي په دې ډول کارونو سره په افغانستان دا پړه واچوي چې تروریستان په همدې هیواد کې دي.

"کابل ته د راغلي پلاوي هدف زما په نظر دا وو چې خپلو ناکامیو ته تغیر ورکړي او موږ ته ووایي چې پلانی پلانی طالب په افغانستان کې دی او یا افغانستان په داسې مسایلو کې لاس لري.

افغانستان هېڅکله هم ترهګري او ځانمرګو بریدګرولپاره هېڅوک عملیات نه دي تشویق کړي او نه یې په چا حمله کړې ده خپله د پاکستان اداره د ترهګرو د ملاتړ؛ پیاوړتیا او هڅولو په سر کې ده او له دې انکار نشي کولای "

که څه هم د پاکستان د لوی درستیز ورستی سفر افغانستان ته او د ترهګرۍپه وړاندې مبارزې په برخه کې د دغه هیواد همکارۍ او همغږۍ ژمنه کیدی شي. په دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان کې د سولې او امن لپاره یو ښه زیری وي؛ خو یو شمېر کارپوهان وايي چې پاکستان کله هم د ترهګرۍپه وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته صادق نه دی پاتې شوی.

یو شمېر نور بیا په دې باور دي چې د خېبر پښتونخوا په پېښور ښارکې پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو برید چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله ښايي، د ترهګرۍپه وړاندې مبارزې په برخه کې د پاکستان موقف ته بدلون ورکړی وي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG