د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې د ۵۷ وسله والو د وژنې ادعا


د پاکستان پوځ په قبایلي سیمه خېبر کې د خپل هوایي ځواک په بمباري کې د ۵۷ وسله والو د وژنې ادعا کوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر جنرال عاصم باجوه بېګا په یوه خبرپاڼه کې وویل، تازه بمباري یې په تیرا کې د وسله والو پر پټنځایونو کړې ده.

بیان زیاتوي، پوځ د وسله والو ۲۰ هدفونه په نښه کړي. د دغه ادعاو په اړه نه خو وسله والو څه ویلي، او نه یې هم ازادو سرچینو پخلی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG