د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې افغان ځواکونو ۱۰۷ شکمن کسان نيولي


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقيوال مشال راديو ته د چارشنبې په ورځ وويل: د ننګرهار د امنیه قومندان جنرال فضل احمد شیرزاد په مشرۍ افغان ګډو ځواکونو تېره شپه د هسکې مينې په ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړل،چې تر دې دمه تر ګوګورۍ پورې سیمې له وسله والو پاکې شوي او عمليات اوس هم دوام لري.

مشرقيوال وايي په دې عملياتو کې ۱۰۷تنه شکمن کسان نیول شوي،چې له څيړنو وروسته به بې ګناه او عام خلک خوشې کړی شي.

دی وايي د دې عملياتو په جریان کې د دولت یو تن وسله وال وژل شوی او د چاودونکو توکو دوه زیرمېهم له منځه وړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG