د لاسرسي ځای

د ګورګټړۍ خواږه ملګري خاورو ته وسپارل شول


د نهې پر ورځ د پېښور یوه ښوونځي کې د وسله والو طالبانو په خونړي ترهګر برید کې د وژل شوو دوو زده کوونکو ذوالقرنين او ياسرالله د جنازې لمونځ په ګورګټړۍ سیمه وشو او بيا په رحمان بابا هديره کې خاورو ته وسپارل شول. داوړه زده کونکي په خپلو کې د ماما او ترور زامن ول. د بازار کلا اوسېدونکی ۱۵ کلن ذولقرنين په آرمي پبلیک سکول کې د نهم ټولګي او د باقر شاه محلې اوسېدونکې ۱۴ کلن ياسرالله هم په ياد سکول کې د اتم ټولګي زده کونکی وو. د ګاونډيانو په وينا چې دواړه کلک ملګري ول يو ځای به يې لوبې کولې او يو ځای به سکول ته تلل. له پېښوره د ځلاند يوسفزي ويډيو

XS
SM
MD
LG